کندوز کې د ځوانانو لپاره دوه ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو 

wasim_admin
Sat, Nov 22 2025 10:24 AM
..

په کندوز ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري او جینوا غږ دفتر په مالي ملاتړ د (رنګین کندوز) په نوم دوه ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې پکې د کندوز ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه لسګونو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل ‌محمد الیاس د جینوا غږ دفتر له همکاريو څخه مننه وکړه، ښاغلي الیاس ځوانان د ټولنې ځواک، بدلون او د مثبت تحول اصلي محور وباله او زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو او کلتور ریاست به تل د ځوانانو تر څنګ ولاړ وي او د هغوی د وړتیاوو رامنځته کولو او ودې لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان جزئیات له ګډونوالو سره شریک کړل او ویې ویل: اسلامي امارت ژمن دی، چې په ټولنه کې سالم فرهنګ، قانونمند ژوند او د ځوان نسل روزنې هو هڅونې ته لا غوره زمینه برابره کړي.
ورته مهال د پوهنتون یو تن استاد د کندوز د فرهنګي هویت، تاریخي شتمنیو، تفریحي سیمو او د دې ولایت د فرهنګي او تاریخي جوړښت په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې کندوز د لرغوني تمدنونو موزیم دی او د دې خاورې هره تاریخي نښه د نسلونو د هویت برخه ده، چې باید ځوان نسل یې په پېژندنه او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
د سمینار ګډونوالو د سمینار د محتوا او موخو هرکلی وکړ او د داسې نورو پروګرامونو دوامداره جوړولو غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

Thu, Jun 18 2026 12:47 PM
Background image

Senior Officials of the Ministry of Information and Culture Visit and Honor Ustad Habibullah Rafi

Senior officials of the Ministry of Information and Culture visited the residence of renowned Afghan scholar, historian, researcher, and writer Ustad Habibullah Rafi to inquire about. . .

Thu, Jun 18 2026 11:24 AM
Background image

Two-Day Art and Cultural Exhibition “Wesal-e-Hunar” Opens in Kabul

A two-day art and cultural exhibition titled “Wesal-e-Hunar” (Union of Art) was inaugurated at the Negaristan Department by the Directorate of Fine Arts, under the Deputy Ministry of. . .

BACK TO NEWS