کندوز کې د ځوانانو لپاره دوه ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو
په کندوز ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت له لوري او جینوا غږ دفتر په مالي ملاتړ د (رنګین کندوز) په نوم دوه ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې پکې د کندوز ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه لسګونو تنو ځوانانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل محمد الیاس د جینوا غږ دفتر له همکاريو څخه مننه وکړه، ښاغلي الیاس ځوانان د ټولنې ځواک، بدلون او د مثبت تحول اصلي محور وباله او زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو او کلتور ریاست به تل د ځوانانو تر څنګ ولاړ وي او د هغوی د وړتیاوو رامنځته کولو او ودې لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان جزئیات له ګډونوالو سره شریک کړل او ویې ویل: اسلامي امارت ژمن دی، چې په ټولنه کې سالم فرهنګ، قانونمند ژوند او د ځوان نسل روزنې هو هڅونې ته لا غوره زمینه برابره کړي.
ورته مهال د پوهنتون یو تن استاد د کندوز د فرهنګي هویت، تاریخي شتمنیو، تفریحي سیمو او د دې ولایت د فرهنګي او تاریخي جوړښت په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې کندوز د لرغوني تمدنونو موزیم دی او د دې خاورې هره تاریخي نښه د نسلونو د هویت برخه ده، چې باید ځوان نسل یې په پېژندنه او ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
د سمینار ګډونوالو د سمینار د محتوا او موخو هرکلی وکړ او د داسې نورو پروګرامونو دوامداره جوړولو غوښتنه یې وکړه.
۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق
