نیمروز کې د لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی وشو

wasim_admin
Mon, Nov 17 2025 3:02 PM
...

د نیمروز ولایت د زرنج_دلارام لويې لارې د شهرا کنډک د زیارکښو مجاهدینو له لوري د لسګونه قلمه لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی وشو.
د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب ‌الله الهام له امنیتي ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ وویل: ۴۸ قلمه تاریخي آثار چې د بېلابېلو تاریخي دورو پورې تړاو لري، د شهرا کنډک د امنیتي منسوبینو له لوري له کشف او ضبط کولو وروسته د اطلاعات او کلتور ریاست اړوند محلي موزیم ته وسپارل شول.
ښاغلي الهام زیاته کړه؛ د تاریخي او فرهنګي آثارو له غصب، تخریب، پیر، پلور او قاچاق د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله فرمان په ښه توګه پلي کیږي، په دې برخه کې د ولایت په کچه د امنیتي مسؤولینو له لوري همکاري او همغږي شتون لري او هیچاته اجازه نه ورکول کیږي، چې تاریخي آثار قاچاق او یا تاریخي سیمي او آبدات تخریب کړي.

۱۴۴۷/۵/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Wed, May 06 2026 1:17 PM
Background image

Bayhaqi Bookstall Inaugurated in Badakhshan

A bookstall established by the Directorate for the Transcription of the Holy Qur’an and the Publication of Bayhaqi Books, under the Ministry of Information and Culture, has been. . .

Wed, May 06 2026 1:10 PM
Background image

Signage and Advertisement Reform Commission Conducts Inspection in Kabul’s Fifth District

The Signage and Advertisement Reform Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications of the Ministry of Information and Culture, carried out a field inspection of. . .

Mon, May 04 2026 3:56 PM
Background image

A regular meeting of the Book Evaluation Commission was held.

On Monday (17th of Dhul-Qa‘dah 1447 AH), the Ministry of Information and Culture’s Book Evaluation Commission held its regular session under the leadership of the Deputy Minister for. . .

BACK TO NEWS