(شمالي ولايتونو ته د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی سفرنامه) د کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
Tue, Sep 23 2025 4:27 PM
....

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دغه ولایت مقام کې (شمالي ولايتونو ته د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د سفرنامه) کتاب چې په پښتو او دري ژبو ليکل شوی د مخکتنې مراسم ترسره شول، چې پکې د بلخ ولایت مرستیال والي، د ملکي او نظامي ادارو مسؤلین، علماء کرامو، لیکوالانو، شاعرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار وويل: په دغه کتاب کې د اسلامي امارت محبوب زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی شمالي ولایتونو ته د سفر بشپړ جزئیات، لیدنې، هدایات، ارزښتناکې ويناوې او خاطرې رانغښتل شوې دي، یاد کتاب د بلخ ولايت والي په ځانګړي هدايت او د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله نوراني لخوا ليکل شوی دی، چې ولس او مسوولينو ته پکې مهمې لارښونې او سپارښتنې رانقل شوې دي. 

ښاغلي ضرار زياته کړه، دغه کتاب په پښتو ژبه ليکل شوی، چې د صالح محمد خليق لخوا په دري ژبه ژباړه شول دی، همدارنګه په دويم چاپ کې یې د‌ اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار لخوا پکې يوه مقدمه او يو شمېر موضوعاتو زياتونه ترسره شوې ده.

دغه راز د بلخ ولایت مرستيال والي الحاج مولوي نورالهادي ابوادریس وويل: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د خپل ولس د هوساینې او پرمختګ لپاره شپه او ورځ یوه کړې او تل هڅه کوي، چې افغان ولس ته په ټولو برخو کې د عزت او هوساينې ژوند برابر کړي. ښاغلي ابوادريس د دغه کتاب چاپ او نشر د ولس لپاره ارزښتمن ګام ياد کړ او زیاته یې کړه، چې ټول افغانان بايد له دغه کتاب څخه ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ محمد سعيد هاشمي وويل: عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی خپل ژوند د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره وقف کړی دی او د هغه د ژوند په اړه چې هرڅه ليکل کېږي، اسلامي شعاير پکې لومړیتوب لري.

۱۴۴۷/۳/۳۰ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, May 11 2026 3:37 PM
Background image

Representatives of the ALIPH Foundation Pledge to Launch and Continue Numerous Cultural Projects

Mawlawi Atiqullah Azizi, the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with representatives of the ALIPH Foundation: Carlos Eduardo and. . .

Mon, May 11 2026 1:56 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Evaluation Commission Held

On Monday, 24 Dhul-Qa’dah 1447 AH, the regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs was held. . .

Sun, May 10 2026 4:07 PM
Background image

The Minister of Information and Culture Meets with the Human Rights Representative from the UNAMA Office

The Minister of Information and Culture, Sheikh Sher Ahmad Haqqani, held a meeting with Ms. Fiona Frazer, the Human Rights Representative of the United Nations Assistance Mission in. . .

BACK TO NEWS