د ملا فيض محمد کاتب هزاره د نويیم تلین درناوى وشو

Anonymous (not verified)
Wed, Jan 06 2021 2:17 PM
د ملا فيض محمد کاتب هزاره د نويیم تلین درناوى وشو

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې نن د ملا فيض محمد کاتب هزاره د نوييم تلین درناوى وشو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوی معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي وويل چې فیض محمد کاتب هزاره د افغانستان د معاصر تاريخ یو پياوړی ليکوال و او له هغه څخه زيات آثار پاتي دي چې سراج التواريخ د هغه له تلپاتو آثارو څخه دى.
هغې زياته کړه چې د یو هېواد هويت او ازرښت د هغه په تاريخ پورې تړاو لري.
دغه راز په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق وويل چې د افغانستان تاريخ بيا کتنې ته اړتيا لري.
د هغه په باور؛ افغانستان تاريخي خبرو اترو ته اړتيا لري چې حقايق روښانه شي.
هغه زياته کړه چې خلکو له تېر تاريخ څخه پند نه دى اخيستى او په همدې دليل د دغه هېواد تاريخ په وار وار تکرار شوى دى.
د پوهنتون استاد قنبرعلي تابش د فيض محمد کاتب هزاره د آثارو د پېژندنې په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې هغه د دربار واقعه ليکونکى و چې بايد تاريخ د دربار په خوښه وليکي، خو د پټکارۍ له فن او لارو چارو څخه په استفادې سره یې د افغانستان واقعيتونه په تاريح کې درج کړي دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي استاد حبيب الله رفيع د کاتب هزاره د شخصيت په اړه یوه مقاله ولوستله او ويې ويل چې د هغه په آثارو کې ځينې پېښې سانسور شوې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د غونډې په پاى او جمع بندۍ کې له ويناوالو او ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او د هېواد د تاريخ ليکنې په برخه کې د ملا فيض محمد کاتب هزاره د خدمتونو په ستاينې سره يې د تاريخ پر مطالعې ټينګار وکړ.
دا غونډه “انسان بنسټ” د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د تاريخ اوونۍ په مناسبت جوړه کړې وه.
 کابل/ د مرغومي ۱۷مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Sat, Mar 23 2024 4:29 PM
Background image

An Educational Seminar for Journalists Started in Ghazni Province

Saturday (23 of March, 2024), a seven-day training seminar for journalists was started in Ghazni Province by a private media in the Al-Biruni Public Library of the Department of. . .

Sat, Mar 23 2024 10:35 AM
Background image

A Spring Poetry Festival (Mushaira) was held in Kunar Province by the Department of Information and Culture

On Friday (22 of March, 2024), the Department of Information and Culture held a Spring Poetry Festival (Mushaira) in Kunar province.
Kunar province’s poets, writers, culture lovers, the. . .

Wed, Mar 20 2024 1:27 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Herat Province met with the Officials of Jami University

On Tuesday (19th of March, 2024), Director of Information and Culture of Herat province Maulvi Ahmadullah Muttaqi said during a meeting with the officials of Jami University: "Education. . .

BACK TO NEWS