کندوز کې د امارتي او خصوصي رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ ناسته وشوه
کندوز ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د امارتي او خصوصي رسنيو له مسؤلينو، خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندویانو سره د همږغۍ ناسته د اطلاعاتو د آمر په مشرۍ ترسره شوه.
د اطلاعاتو آمر د رسنیو وضعیت په دې ولایت کې مثبت وباله او زیاته یې کړه؛ د اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت وروسته خبریالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همږغۍ هڅه کړې، تر څو د امارتي ادارو فعالیتونه، لاسته راوړنې او د ولایت په کچه پراختیايي پروژو په اړه معلومات تر ولسونو پر وخت ورسوي.
نوموړي زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تل هڅه کوي، تر څو د خبریالانو او امارتي ادارو مسؤلینو ترمنځ همکاري موجوده وي او خبریالان وکولای شي، ولسونو ته پر وخت معلومات ورکړي.
د آزادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه؛ چې یاد ریاست تل هڅه کړې، تر څو د خبریالانو د چارو پروړاندې کوم خنډ پیدا نشي.
د غونډې په پای کې د ځوانانو چارو آمر له خبریالانو څخه غوښتنه وکړه، چې خپل مسؤلیت دې د تل په څېر په ښه توګه سرته ورسوي، ترڅو هیوادوالو او نړېوالو ته بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسیږي.
۱۴۴۶/۱۱/۳ ق
