د غزني د مجاهدینو له ډلګۍ مشرانو سره غونډه وشوه
د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د یاد ولايت د والي مولوي عبدالصمد جاوید، مرستیال والي حافظ عبدالرشید عمري د اطلاعاتو او کلتور رئيس ملا حميد الله نثار او ځیني نورو مسئولینو په ګډون د مجاهدينو له ډلګۍ مشرانو سره د جهادي ارزښتونو د ساتنې په موخه غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې چې د غزني ولایت مقام کې ترسره شوه، ښاغلي نثار له مجاهدینو وغوښتل، چې د جهادي ارزښتونو په ساتنه او حفاظت کې ورسره لا زیاته مرسته وکړي.
نوموړي وویل: جهادي ارزښتونه زموږ د ملي هویت او اسلامي غیرت نښه ده، لازمه ده ترڅو د مجاهدینو او ولس قربانۍ، فداکاري او د دښمن وحشتونه راتلونکي نسل ته په سمه توګه ورسېږي.
ښاغلي نثار زیاته کړه، اړتیا ده ترڅو له یرغلګرو څخه د نیول شویو نظامي توکو، د مجاهدینو، ولس او شهیدانو جهادي تاریخ او آثار را ټول او جهادي موزیم ترې جوړ شې.
د غونډې برخه والو ډلګۍ مشرانو د ښاغلي نثار له یادو غوښتنو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د جهادي ارزښتونو د خوندي ساتنې او ترویج په برخه کې به هر ډول همکاري کوي.
د یادوني وړ ده، چې غزني ولایت په تېر شل کلن جهادي دور کې یو مهم سنګر پاته شوی، چې یرغلګرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتي.
۱۴۴۶/۱۰/۲۸ ق
