د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل

tawana_admin
Tue, Feb 25 2025 4:38 PM
Fggg

نن سه‌شنبه (۲۶ شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په داسې حال کې ولیدل چې د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي هم شتون درلود.

په پیل کې ښاغلي کورومایا د هغو پروژو په اړه معلومات شریک کړل چې جاپان یې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي.

هغه د افغانستان لپاره د جاپان د شپږ میلیونه ډالرو مرستې په اړه معلومات ورکړل، چې دوه ورځې وړاندې د یو ان اچ سي آر (د ملګرو ملتونو د پناه ورکوونکې ادارې) د بې ځایه شویو کورنیو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره لاسلیک شوي وو؛ هغه همدارنګه زیاته کړه چې دا مرستې د زیانمن شویو برخو د جوړولو لپاره دي.

ښاغلي کورومایا د هغه شپږ کسیز پلاوي چې د ملي موزیم رئیس هم شتون پکې درلود، په اړه راپور وړاندې کړ چې څو ورځې مخکې د ساساکاوا بنسټ په رسمي بلنه جاپان ته تللي وو، چې یاد پلاوي د فرهنګي میراثونو د څېړنې انستیتیوت او د توکیو د میراثونو فرهنګي ادارې څخه لیدنه کړې وه، نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا سفر به د فرهنګي میراثونو په برخه کې د لا پرمختګ لامل شي.

ورپسې د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه دوی ته تر ښه راغلاست ويلو وروسته وویل د افغانستان او جاپان اړیکې په تاریخي توګه مثبتې دي چې د صداقت او باور پر بنسټ جوړې شوې دي، او د هغه پلاوي سفر چې تازه جاپان ته تللی وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د فرهنګي اړیکو د پراختیا پیل وګڼلو، خیرخواه صاحب د جاپان له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې په همکارۍ ټینګار وکړ او د جاپان هېواد علاقه یې په دې برخه کې مهمه وبلله.

همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزی په خپلو خبرو کې د فرهنګي میراثونو په اړه د ښوونیزو پروګرامونو او سیمینارونو د جوړولو په اړه یادونه وکړه او د دغه ډول پروګرامونو جوړول یې د تاریخي آبداتو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي لپاره مهم وګڼل؛ ښاغلي عزیزي د ملي موزیم، بالاحصار او منار جام په اړه خبرې وکړې او له جاپان څخه یې د دې تاریخي ځایونو د بیارغونې پر اړتیا ټینګار وکړ.

 

په پای کې دواړو لوریو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کي ټینګار وکړ.

 

۲۰۲۵/۲/۲۵ ز

۱۴۰۳/۱۲/۷ هـ. ل

تازه ترین اخبار

Mon, Jun 22 2026 2:34 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 6 Muharram 1447 AH, the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and Culture, held its regular. . .

Mon, Jun 22 2026 11:51 AM
Background image

A one-day educational Seminar Held to Promote Reading and Study Culture

A one-day educational seminar to foster a culture of reading and study was held in the conference hall of the Kapisa Directorate of Information and Culture. The event was jointly. . .

Sat, Jun 20 2026 2:38 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Visits Renowned Afghan Writer and Researcher Ustad Mohammad Asif Samim

Mawlawi Atiqullah Azizi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the residency of the renowned Afghan writer, researcher, and literary. . .

BACK TO NEWS