د بیګم راډیو نشرات وځنډول شوه
نن سه شنبه( ۵ د شعبان ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پریکړي په اساس د بیګم په نوم یوه راډیو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه یې نشراتي جواز درلود، د متعددو سرغړونو تر څنګ يې په بهر کې مېشت کوم تلویزیون ته مواد او برنامې هم برابرولې، ددغې راډيو خپرونې د نشراتي پاليسۍ څخه د سرغړوني او د جواز د ناسمي کاروني له امله و ځنډول شوې څو اړوند اسناد يې دقيق و ارزول شي او وروستی تصميم یې په هکله ونيول شي.
۱۴۰۳/۱۱/۱۶ ل
۲۰۲۵/۲/۴ز