لوګر کې د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۵:۲۸
سیبلا

د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبریالانو سره د همږغۍ او خوندیتوب ګډه غونډه جوړه شوه.
دغه ناسته چې مشري یې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم کوله، پکښې د ولایت مقام ویاند، د دولتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: په عموم کې د رسنیو وضعیت ښه شوی او د ټولنې لپاره مهمې او ګټورې برنامې لري، ولایتي اداره د رسنیو، پوره ملاتړې ده او هر راز همکاریو ته چمتوالی لري.
د رسنیو مسؤلینو په نوبت سره د رسنیو د ملاتړ برخه کې د ورته منظمو ناستو د جوړولو پایلې مثبتې وبللې او ترڅنګ یې د برېښنا د لوړ بل، د خبریالانو لپاره د ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز د ولایتي ادارو ویاندویانو هم په خپلو خبرو کې د خبریالانو د ملاتړ او له دوی سره د پر وخت او کره معلوماتو د شریکولو برخه کې د هر ډول همکاريو ژمنې وکړې.

۱۴۴۶/۷/۲۸ ق
۱۴۰۳/۱۱/۱۰ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS