پنجشېر کې د کمپیوټر او انټرنیټ وړیا ژمني ټولګي پیل شول

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۳:۵۷
fghj

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د دې ولایت ځوانانو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ وړیا ژمني ټولګي پیل شول.
د دې ټولګیو د پرانېستې مراسمو کې د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده وویل: دا ریاست د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د عصري زده‌کړو زمینې برابرولو ته ژمن دی، نوموړي زیاته کړه؛ د دې ټولګيو جوړولو موخه د پنجشېر ولایت د ځوانانو علمي وده او د هغوی د ظرفیت لوړول دي، دا ټولګي د ۳۰ کمپیوټرونو، مناسب میز او چوکۍ، پروجکټور او نورو اړینو وسایلو باندې سمبال شوي دي.
د نوموړي په وینا، شاوخوا ۳۰۰ ځوانانو د دې ټولګيو لپاره نوم لیکنه کړې ده او ټولګي به په څلورو نوبتونو کې د سهار او ماسپښین پر وخت ترسره کېږي.
د پنجشېر ولایت ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د داسې پروګرامونو د پیلولو له امله مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې نورې زده‌ کړیزې برنامې دې هم ورته پیل شي.

۱۴۴۶/۷/۱۴ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۶ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS