په زابل کې د حکومت او رسنیو مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۹:۴۴
سطیزرذلد

د زابل ولایت د مرستیال والي مولوي محب الله حماس په مشرۍ، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول، حکومتي مسوولینو، د رسنیو مسوولینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په پیل کې د زابل د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي رحمت الله حماد وویل: زابل کې موجود خبریالان نظام او د نظام پالیسي ته ژمن دي او تل یې د نظام کړنو ته خورا ښه انعکاس ورکړی، نوموړي د رسنیو د استازو او خبریالانو څخه وغوښتل، چې خپلو چارو ته لا متوجې شي او خپل نشرات په داسې ډول ترسره کړي، چې د نظام ملاتړ او د ټولنې ګټه په کې نغښتې وي.
ورپسې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي مسوول عصمت الله عمري وویل:  د مسوولینو له لوري معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شوې، د الله تعالی په فضل کومه منفي پېښه نه لرو او د رسنیو، خبریالانو او ادارو تر منځ همغږي لا ډېره شوې ده، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.
په پای کې د زابل مرستیال والي ښاغلي حماس د خبریالانو هڅې وستایلې او له خبریالانو څخه یې وغوښتل چې د نظام کړنو او فعالیتونو د لا ښه انعکاس ورکولو په موخه خپلې هڅې لا نوري ګړندۍ کړي، همدارنګه یې د رسنیو او خبریالانو ستونزې او مشکلات واورېدل او د اړوندو مسوولینو سره شریک کړل او د حل ژمنه یې وکړه.

۱۴۰۳/۱۰/۲۰ه‍‌ ل
۱۴۴۶/۷/۸ هـ ق

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۵۲
Background image

نمایشگاه آثار هنری در ولایت هرات برگزار شد

انجمن خطاطان هرات به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت هرات نمایشگاه آثار هنری را در سالپن برنامه‌های علامه سلجوقی برگزار کرد.
آمر فرهنگ و هنر ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات، رونمایی از. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۷
Background image

آغاز دوره‌ آموزشی رایگان برای ۲۰۰ تن جوان در فاریاب

آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ فاریاب برای بیش از ۲۰۰ جوان، زمینه‌ی آموزش رایگان در بخش‌های علمی و مهارتی را فراهم کرد.
آمر جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ این دوره‌ها را گامی مهم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۳۲
Background image

سیمینار یک روزه جهت جلوگیری از انحراف فکری جوانان در گرشگ برگزار شد

اداره فرهنگی و فکری الرباط به همکاری و هماهنگی ریاست‌های اطلاعات و فرهنگ و معارف در مکتب متوسطه ابوالفتح بستی ولسوالی گرشک ولایت هلمند سیمینار یک روزه جهت جلوگیری از انحراف فکری به. . .

BACK TO NEWS