کندز کې کورنيو او بهرنيو سیلانيانو ته اسانتیاوې رامنځته کېږي

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۵۶
sdfgh

د کندز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د يو هيئت په ټاکلو سره د هغو تفريحي سيمو کروکي او سکيج ترسره کېږي، چې د سيلانيانو پام ځانته راګرځوي او د سیل او سياحت لپاره مناسبې سيمې دي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر او د ياد هيئت مشر محمد شعیب رحيمي وویل: دا چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره په تمامه معنی ډاډمن امنیت تامين شوی، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي چې د دغه لوی نعمت څخه په ګټې اخيستنې سیلانیانو ته هم د پام وړ خدمت ترسره کړي، ترڅو کورني او بهرني سیلانیان وکولای شي، چې په کندوز کې له بېلابېلو تفریحي سيمو څخه په اسانۍ لیدنه ترسره کړي.
رحيمي زیاته کړه؛ تر دې مهاله د کندز په مرکز کې د بالاحصار تاريخي تپه، د حاجي شهید، تخارستان او ساقي بايي تاريخي جوماتونو سربېره په خان‌آباد، امام‌صاحب ولسوالۍ او همدا راز شېرخان بندر هغه تفریحي سیمې سکېج شوي چې له امله یې سیلانیان ترې په آسانۍ لیدنه وکړي، په روان کال کې تراوسه پورې له بېلابېلو اروپايي، امریکايي او اسیايي هېوادونو څخه شاوخوا ۳۳۰ تنه بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه راغلي او د کندز له تفریحي سیمو څخه د لیدلو ترڅنګ د هېواد مختلفو ولایتونو ته ور پېژندل شوي دي. 
د یادونې وړ ده چې په کندز ولايت کې د پاتې تفريحي او سیاحتي سیمو د سکېج او کروکي ترسره کولو لړۍ دوام لري. 

۱۴۴۶/۶/۲۹ هـ ق
۱۴۰۳/۱۰/۱۱ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۱۳
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر امتحان فرمان شماره ۱۷ در ولسوالی اله‌سای

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا و ادارهٔ فکری و فرهنگی تنویر امتحان فرمان شماره ۱۷ عالی‌قدر امــیرالمومـنـین حفـظه‌الله را میان ۶۰۰ تن از شاگردان مکاتب و مدارس ولسوالی اله‌سای این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشستی با هدف حفاظت از ساحه تاریخی استوپه توپ‌دره در پروان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پروان نشست پیرامون ارزش و حفاظت آبدات تاریخی ساحهٔ استوپه توپ‌دره راه‌اندازی کرد که در این نشست نماینده مقام ولایت پروان، مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۳۹
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با فعالان رسانه‌های اجتماعی 

نشست هماهنگی میان مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ هرات و فعالان رسانه‌های اجتماعی به هدف بررسی نقش ارزنده رسانه‌های نوین در آگاهی‌دهی، انعکاس واقعیت‌ها و تقویت ارتباط میان مردم و ادارات. . .

BACK TO NEWS