کندوز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه
د کندوز ولايت د عامه کتابتون په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطیعالله روحاني، د امارتي ادارو مسؤلينو او استازو، د ازادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ضياء الحق زاهد، خبریالانو او د سيمه یيزو رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر بریالي همنوا وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چې اوس تر بل هروخت، خبریالان او د سیمه ییزورسنیو مسوولین له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همږغۍ د امارتي ادارو فعاليتونو او پراختيايي برخو ته انعکاس ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطيعالله روحاني وویل: له نېکه مرغه د اسلامي امارت په تېره درې کلنه دوره کې نه یوازې د خبریالانو پر وړاندې هیڅ راز خنډ نه دی رامنځته شوی، بلکې په کلکه ترې ملاتړ شوی دی، نوموړي له رسنيو او خبريالانو وغوښتل چې د تل په څېر د اسلامي امارت فعالیتونو ته انعکاس ورکړي.
دغه راز د آزادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ضياء الحق زاهد وویل: له نېکه مرغه تر دې دمه خبریالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همږغۍ د اطلاعاتو شریکولو په برخه کې له هېڅ راز ستونزې سره نه دي مخ شوي، ډاډمن یم چې له دې وروسته به هم هېڅ ستونزه نه وي.
یو شمېر آزادو خبریالانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او له خبریالانو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښې همږغۍ څخه د مننې ترڅنګ يې د دغه شان غونډو په دوام یې ټینګار وکړ.
۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۸ هـ ل
