کندوز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۱:۵۰
تیتی

 د کندوز ولايت د عامه کتابتون په تالار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمریت له لوري د حکومت او رسنیو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطیع‌الله روحاني، د امارتي ادارو مسؤلينو او استازو، د ازادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ضياء الحق زاهد، خبریالانو او د سيمه یيزو رسنیو مسوولینو ګډون کړی و. 
پیل کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر بریالي همنوا وویل: ډېر د خوښۍ ځای دی چې اوس تر بل هروخت، خبریالان او د سیمه ییزورسنیو مسوولین له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په پوره همږغۍ د امارتي ادارو فعاليتونو او پراختيايي برخو ته انعکاس ورکوي. 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مطيع‌الله روحاني وویل: له نېکه مرغه د اسلامي امارت په تېره درې کلنه دوره کې نه ‌یوازې د خبریالانو پر وړاندې هیڅ راز خنډ نه دی رامنځته شوی، بلکې په کلکه ترې ملاتړ شوی دی، نوموړي له رسنيو او خبريالانو وغوښتل چې د تل په څېر د اسلامي امارت فعالیتونو ته انعکاس ورکړي. 
دغه ‌راز د آزادو خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ضياء الحق زاهد وویل: له نېکه مرغه تر دې دمه خبریالان د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همږغۍ د اطلاعاتو شریکولو په برخه کې له هېڅ راز ستونزې سره نه دي مخ شوي، ډاډمن یم چې له ‌دې وروسته به هم هېڅ ستونزه نه‌ وي. 
یو شمېر آزادو خبریالانو هم په خپل وار سره خبرې وکړې او له خبریالانو سره د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښې همږغۍ څخه د مننې ترڅنګ يې د دغه شان غونډو په دوام یې ټینګار وکړ. 

۱۴۴۶/۳/۱۵ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۲۸ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS