د کتابتونونو وده او پراختیا مو کاري لومړيتوب دی

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۵۱
تت

د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي سیف الدين معتصم آقچې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال له عامه کتابتون څخه د ليدنې او څارنې په ترڅ کې وويل: د کتابتونونو وده او پراختیا مو کاري لومړيتوب دی.
ښاغلي معتصم زياته کړه؛ د آقچې ولسوالۍ د عامه کتابتون د کتاب لوستنې مینوالو ته ټول لازم سهولتونه برابر شوي دي، دا کتابتون هره ورځ د کتاب لوستونکو پرمخ پرانستی دی، دا مهال په جوزجان ولايت کې ۵ عامه دولتي کتابتونونه فعال دي، چې هره ورځ ورته سلګونه ځوانان د مطالعې په موخه مراجعه کوي، د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي، ياد کتابتونونه نور هم غني کړي.
د آقچې ولسوالۍ د عامه کتابتون مدير غلام نبي سخي زاده د کتابتون اړوند يو لړ ستونزې او اړتياوې د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس سره شريکې کړې، چې د مولوي معتصم له لوري يې د حل کولو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۲/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۷ هـ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

برگزاری سیمینار «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» در تخار

سیمینار تحت عنوان «رسالت و نقش جوانان در تحکیم نظام اسلامی و آبادی کشور» با هدف ارتقای سطح آگاهی جوانان پیرامون مسوولیت‌های دینی، اجتماعی و ملی آنان، در ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی

نشست هماهنگی رییس اطلاعات و فرهنگ هرات با شماری از یوتیوبران و فعالان رسانه‌های اجتماعی، به‌منظور بررسی چالش‌ها، شنیدن مشکلات و تقویت روند فعالیت‌های رسانه‌یی در این ولایت برگزار شد.
مو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۸
Background image

قانون حفظ آثار جهادی در ولایت میدان‌وردگ تشریح گردی

ریاست عمومی حفظ آثار جهادی به همکاری ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت میدان‌وردگ به اساس حکم زعیم کشور قانون حفظ آثار جهادی را تشریح کرد.
در این نشست، مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار. . .

BACK TO NEWS