زابل کې د چهل دختران تاریخي غونډۍ څخه نظارت ترسره شو
یکشنبه ( ۱۹ د شوال المکرم ۱۴۴۵) د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالوالي بشرمل او د ځوانانو چارو آمر عصمت الله شکيب اغا نن د قلات ښار چهل دختران تاریخي غونډۍ څخه نظارت او څارنه ترسره کړه او د سیمې له خلکو سره یې په دې اړه لیدنه وکړه.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر عبدالولي بشرمل له خلکو وغوښتل چې د دې تاریخي غونډۍ په ساتنه کې له دوی سره همکاري وکړي او د خپلسرو کیندونو مخنیوی وکړي.
ځايي اوسيدونکو ډاډ ورکړ، چې د دې غونډۍ په شاوخوا کې به د کیندنو اجازه چاته ورنکړي او د خپلو تاریخي آبدو په ساتنه کې به له دولت سره همکاري کوي.
١٤٤٥/١٠/١٩هــ ق
١٤٠٣/٢/٩هـ ش
