يو شمېر ولايتونو کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۳:۲
…

یکشنبه ( ۲۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کوچني اختر د لمانځلو او همغږۍ په موخه د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناستې ترسره شوې.

په پکتیا ولايت کې د مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين په مشرۍ  د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار په شتون کې د نړيوالو او سيمه ئيزو رسنيو له استازو او خبريالانو سره د کوچني اختر په مناسبت د غوره پروګرامونو او راپورونو جوړولو په تړاو ناسته ترسره شوه.

همداراز په ننګرهار، کاپيسا او روزګان ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو په مشرۍ  د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلينو او وياندويانو په شتون کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت د ښه خبري پوښښ او همغږۍ په موخه ناستې وشوې.

د يادونې وړ ده چې، د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ او د ستونزو اورېدو او ورته د حل لارو پيداکولو په موخه مياشتنۍ ناستې ترسره کيږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۹
Background image

تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ده شب باز خواهند بود

دکتور رفیع الله صمیم رییس کتاب‌خانه‌های عامه می‌گوید که از این پس تالارهای کتاب‌خانه‌های عامه تا ساعت ۱۰ شب به روی علاقه‌مندان دانش، تحقیق و مطالعه باز خواهند بود.
به گفتۀ آقای صمیم؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۷
Background image

تقدیر از شاگردان خلاق مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان ولایت کاپیسا

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا شماری از شاگردان خلاق و مبتکر مکاتب ولسوالی‌های نجراب و حصه اول کوهستان این ولایت را که در بخش‌های ترنم، خطاطی، خوشنویسی، نقاشی و شبیه‌سازی برخی وسایل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

معین فرهنگ و هنر از استاد محمد آصف صمیم نویسنده و محقق مشهور کشور عیادت کرد

مولوی عتیق الله عزیزی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ جهت دیدار و احوال‌پرسی استاد محمد آصف صمیم نویسنده، محقق و منتقد مشهور کشور، به منزل ایشان حضور یافت.
معین فرهنگ و هنر،. . .

BACK TO NEWS