يو شمېر ولايتونو کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې
یکشنبه ( ۲۸ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کوچني اختر د لمانځلو او همغږۍ په موخه د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره ناستې ترسره شوې.
په پکتیا ولايت کې د مرستيال والي شيخ انعام الله صلاح الدين په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاضي ثواب جان اسلاميار په شتون کې د نړيوالو او سيمه ئيزو رسنيو له استازو او خبريالانو سره د کوچني اختر په مناسبت د غوره پروګرامونو او راپورونو جوړولو په تړاو ناسته ترسره شوه.
همداراز په ننګرهار، کاپيسا او روزګان ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو په مشرۍ د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلينو او وياندويانو په شتون کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د کوچني اختر د لمانځلو په مناسبت د ښه خبري پوښښ او همغږۍ په موخه ناستې وشوې.
د يادونې وړ ده چې، د هېواد په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له لوري د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همغږۍ او د ستونزو اورېدو او ورته د حل لارو پيداکولو په موخه مياشتنۍ ناستې ترسره کيږي.
