د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کارونه وڅېړل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کاري رپوټ واورېد .
د باختراژانس د خبرله مخې، د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس حکمت افغان د دغه رياست کاري رپوټ وړاندې کړ او د بودجې د کمښت، د اړتيا وړ تجهيزاتود نشتوالي، د فرهنګي او روزنيزو پروګرامونو او سيمينارونو ترسره کولو په خاطر د لازمو امکاناتو د نشتوالي په اړوند د دغه رياست ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شريکې کړې.
حسينې ساپۍ د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست کارونه چې په لږو امکاناتو سره يې زيات کارونه کړي دي وستايل .
دغه راز يې د چارو په ترسره کولو کې پرصداقت او ايماندارۍ ټينګاروکړ او د دغه رياست د ستونزو د څېړنې په لاره کې يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ .
کابل /دسلواغې ١٠مه /باختر
