د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کارونه وڅېړل شول

ehsan
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۸:۴۸
د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کارونه وڅېړل شول

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ نن د قندهار د اطلاعاتواو فرهنګ رياست کاري  رپوټ واورېد .
د باختراژانس د خبرله مخې، د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس حکمت افغان د دغه رياست کاري رپوټ  وړاندې کړ او د بودجې د کمښت، د اړتيا وړ تجهيزاتود نشتوالي، د فرهنګي  او روزنيزو پروګرامونو او سيمينارونو ترسره کولو په خاطر  د لازمو امکاناتو د نشتوالي په اړوند د دغه رياست ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې  سره شريکې کړې.
حسينې ساپۍ  د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست کارونه چې په لږو امکاناتو سره يې زيات کارونه کړي دي وستايل .
دغه راز يې د چارو په ترسره کولو کې پرصداقت او ايماندارۍ ټينګاروکړ او د دغه رياست د ستونزو د څېړنې په لاره کې يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د پاملرنې ډاډ ورکړ .
کابل /دسلواغې ١٠مه /باختر

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۹
Background image

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ نن د رسنيزو شکايتونو اوسرغړونو دڅېړنې دکمېسيون غونډه جوړه شوه.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دغونډې په پيل کې داطلاعاتواوفرهنګ. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۷
Background image

پوهنياره سيده مژګان مصطفوي: سياحتي شرکتونه دې دکرونا ناروغۍ دخپريدو په مخنيوي کې همکاري وکړي


کابل /دکب  ٥مه / باختر :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت مالي، اداري اوګرځندوى  معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ نن دعتبات عاليات، زاير او عمرې دسياحتي شرکتونو داتحاديو له مسوولانو سره. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۱
Background image

دکيبلي رسنيو پر ستونزو خبرې وشوې


داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو چارو معين عبدالمنان شيواى شرق  د افغانستان دکيبلي رسنيو داتحاديې له رييس او رهبري  هيئت سره نن په يوه غونډه کې  ټينګار وکړ چې دهغوى دستونزو  لرې کولو ته. . .

BACK TO NEWS