د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس په چهاربرجکې ولسوالۍ کې د لسګونو تاریخي کلاګانو د ثبت او لیدنې خبر ورکوي

wares_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۸:۴۶
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس په چهاربرجکې ولسوالۍ کې د لسګونو تاریخي کلاګانو د ثبت او لیدنې خبر ورکوي

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبيب الله الهام د یاد ولایت د چهاربرجکې ولسوالۍ ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولسوالۍ له ولسوال، مولوي محمود "سعيد"، د همدې ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطیب حاجي حافظ عطاءالله صاحب او د ولسوالۍ د نورو برخو له مسؤلینو او علماوو سره د تاريخي آبداتو د ساتنې په اړه وکتل.
په دې اړه الحاج مفتي حبیب الله الهام وایي، چې د نیمروز ولایت د چهاربرجکې ولسوالۍ په مرکز او لرې پرتو سیمو کې تاریخي کلاګانې (تراخون، رودبار، چهل میریز، افضل کلا، شیرک کلا، د پوست ګاو کلا، د هندوانو کلا، میل جان‌بیک...، چې په مختلفو سیمو کې موقعیت لري، د عالیقدر اميرالمؤمنين شیخ‌الحدیث و التفسیر مولوي هبة‌الله "اخندزاده" حفظه‌الله د وروستي فرمان په اړه چې د تاریخي آبداتو د ساتنې په پار و، څارنه او ثبت شول.
ښاغلي الهام  تاريخي آبدات ملي شتمني وبلله.
په ورته مهال د چهاربرجکې ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطیب حاجي حافظ عطاء الله صاحب د تاریخي ابداتو ساتنه د هر افغان دنده یاده کړه او په دې برخه کې یې د منبر له لارې د عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 ۱۴۴۵/۳/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۹ هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۰
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با جوانان ولسوالی شاجوی

حضرت الله زاهد مدیر عمومی اطلاعات و فرهنگ ولسوالی شاجوی مربوط به ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل نشست هماهنگی با جوانان این ولسوالی راه‌اندازی کرد. در این نشست، در رابطه به تقویت و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۷
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(جلوگیری از رسوم ناپسند و افکار باطل)

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان و اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه تحت عنوان(جلوگیری از رسوم ناپسند و افکار باطل) به جوانان، شاگردان مکاتب و مدارس و بزرگان قومی ساحه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

رونمایی کتاب(بریالي ژوند لارښودونکي اصول)

ریاست کتاب‌خانه‌های عامهٔ معینیت فرهنگ و هنرِ وزارت اطلاعات و فرهنگ از کتاب ترجمه شدهٔ تحت عنوان(بریالي ژوند لارښودونکي اصول) در تالار کتاب‌خانه‌عامه رونمایی کرد که در مراسم رونمایی. . .

BACK TO NEWS