د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس په چهاربرجکې ولسوالۍ کې د لسګونو تاریخي کلاګانو د ثبت او لیدنې خبر ورکوي
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج مفتي حبيب الله الهام د یاد ولایت د چهاربرجکې ولسوالۍ ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د دغه ولسوالۍ له ولسوال، مولوي محمود "سعيد"، د همدې ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطیب حاجي حافظ عطاءالله صاحب او د ولسوالۍ د نورو برخو له مسؤلینو او علماوو سره د تاريخي آبداتو د ساتنې په اړه وکتل.
په دې اړه الحاج مفتي حبیب الله الهام وایي، چې د نیمروز ولایت د چهاربرجکې ولسوالۍ په مرکز او لرې پرتو سیمو کې تاریخي کلاګانې (تراخون، رودبار، چهل میریز، افضل کلا، شیرک کلا، د پوست ګاو کلا، د هندوانو کلا، میل جانبیک...، چې په مختلفو سیمو کې موقعیت لري، د عالیقدر اميرالمؤمنين شیخالحدیث و التفسیر مولوي هبةالله "اخندزاده" حفظهالله د وروستي فرمان په اړه چې د تاریخي آبداتو د ساتنې په پار و، څارنه او ثبت شول.
ښاغلي الهام تاريخي آبدات ملي شتمني وبلله.
په ورته مهال د چهاربرجکې ولسوالۍ د مرکزي جامع جومات خطیب حاجي حافظ عطاء الله صاحب د تاریخي ابداتو ساتنه د هر افغان دنده یاده کړه او په دې برخه کې یې د منبر له لارې د عامه پوهاوي د ورکړې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
۱۴۴۵/۳/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۱۹ هـ ش
