د ځوانانو ملي خبرې اترې

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۳:۲۸
د ځوانانو ملي خبرې اترې

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په باره کې د ځوانانو ملي خبرې اترې نن د هېواد     له ګوټ ګوټ څخه د ٢٠٠ ځوانانو په شتون ترسره شوې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو خبرو اتروکې ځوانان د خپلواکۍ د سفيرانو په نامه راټول شول او د خپلواکۍ د ارزښت د څرنګوالي او د شاه امان الله خان د کارنامو په اړوند يې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور په دغه پروګرام کې وويل چې شاه امان الله خان په خپله زمانه کې زيات اصلاحي اقدامات ترسره کړل چې د سيمې هېوادونه د هغه په الهام سره خپلواکۍ ته ورسېدل.
د هغه د څرګندونو له مخې: نننى ځوان نسل له هغو ګواښونو سره مخ دى چې شاه امان الله خان ورسره مخ و او دغه غونډه کولاى شي له موجودو ستونزو سره د مقابلې په لاره کې د ځوانانو د سترملي محور د رامنځته کولو لپاره زمينه برابره کړي.
په ټولنيزو چاروکې د جمهور رييس سلاکارعبدالرشيد، دغه غونډه د ځوانانو د افکارو د تبادلي لپاره مهمه وبلله او ويې ويل چې د خپلواکۍ د سفيرانو په توګه د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه د ٢٠٠ ځوانانو ګډون د ځوانانو د راتلوونکو خبرو او د ګډ نظر د رامنځته کولو لپاره زمينه برابروي.
له غزني ولايت څخه د دې غوندې يوې برخه والې کاملې سعادت وويل چې د امنيت نشتوالى د ښځو د لارې پرسر يوه پرته ستونزه او خنډ دى.
هغې له حکومت څخه وغوښتل چې د رهبرۍ په کچه دې د ښځو شتون زيات کړي.
د غونډې بل برخه وال همايون کوچي، د سولې تامين د ځوانانو يوه اصلي غوښتنه وبلله او د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو ترمنځ له سولې خبرو سره يوځاى شي.
دغه پروګرام د دوو ورځو لپاره جوړ شوى او سبا هم دوام مومي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۶:۳
Background image

برگزاری نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی 

به ریاست مولوی رحمت الله ریحان رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان نشست هماهنگی با سخن‌گویان ادارات امارتی راه‌اندازی گردید. هدف از برگزاری این نشست، ایجاد هماهنگی بیشتر در زمینه فعالیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۷
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۸)، به رهبری مهاجر فراهی معین امور نشرات نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتابِ وزارت اطلاعات و فرهنگ در حضور اعضای کمیسیون برگزار گردید.
در این نشست درمورد شماری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۲۷
Background image

فراهم کردن زمینه آموزش رایگان برای ده‌ها جوان در کندز 

آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندز، زمینه آموزش رایگان زبان انگلیسی را برای ده‌ها جوان بی‌بضاعت در این ولایت فراهم کرد.
آمر امور جوانان گفت: جوانان باید از فرصت‌های. . .

BACK TO NEWS