د ځوانانو ملي خبرې اترې

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۳:۲۸
د ځوانانو ملي خبرې اترې

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په باره کې د ځوانانو ملي خبرې اترې نن د هېواد     له ګوټ ګوټ څخه د ٢٠٠ ځوانانو په شتون ترسره شوې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دغو خبرو اتروکې ځوانان د خپلواکۍ د سفيرانو په نامه راټول شول او د خپلواکۍ د ارزښت د څرنګوالي او د شاه امان الله خان د کارنامو په اړوند يې خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين محمد اجمل شاهپور په دغه پروګرام کې وويل چې شاه امان الله خان په خپله زمانه کې زيات اصلاحي اقدامات ترسره کړل چې د سيمې هېوادونه د هغه په الهام سره خپلواکۍ ته ورسېدل.
د هغه د څرګندونو له مخې: نننى ځوان نسل له هغو ګواښونو سره مخ دى چې شاه امان الله خان ورسره مخ و او دغه غونډه کولاى شي له موجودو ستونزو سره د مقابلې په لاره کې د ځوانانو د سترملي محور د رامنځته کولو لپاره زمينه برابره کړي.
په ټولنيزو چاروکې د جمهور رييس سلاکارعبدالرشيد، دغه غونډه د ځوانانو د افکارو د تبادلي لپاره مهمه وبلله او ويې ويل چې د خپلواکۍ د سفيرانو په توګه د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه د ٢٠٠ ځوانانو ګډون د ځوانانو د راتلوونکو خبرو او د ګډ نظر د رامنځته کولو لپاره زمينه برابروي.
له غزني ولايت څخه د دې غوندې يوې برخه والې کاملې سعادت وويل چې د امنيت نشتوالى د ښځو د لارې پرسر يوه پرته ستونزه او خنډ دى.
هغې له حکومت څخه وغوښتل چې د رهبرۍ په کچه دې د ښځو شتون زيات کړي.
د غونډې بل برخه وال همايون کوچي، د سولې تامين د ځوانانو يوه اصلي غوښتنه وبلله او د دولت له وسله والو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو ترمنځ له سولې خبرو سره يوځاى شي.
دغه پروګرام د دوو ورځو لپاره جوړ شوى او سبا هم دوام مومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۲۳:۴۴
Background image

سانچارکي : ژباړه په سترو بشري بدلونونوکې مهمه اغېزه لري .

دژباړې غورځنګ تل  دسترو علمي ، سياسي او فرهنګي بدلونونو په وړاندې  شتون لري .
دغه ټکى  سيد اقا حسين فاضل سانچارکي نن  په کابل کې دژباړې  دورځې  دنمانځنې په غونډه کې  بيان کړل .
دباختراژ. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۴:۴۱
Background image

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنجشير دمشهور شاعر، طنز ليکوونکى او ليکوال  استاد نصيراحمد نشاط  د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه.
استاد نصيراحمد نشاط دخپل عمرڅه د پاسه ٧٥ کلونه يې د شعر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۱:۳۰
Background image

حسينه ساپۍ : داسلامي دورې دفرهنګ په پرمختيا کې داسيا دزړه په توګه دافغانستان رول جوت دى .

داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  دسارک علمي او څيړنيز بين المللي سيمينار  (  داسلامي دورې  دفرهنګي ميراثونو ) نن په کابل کې جوړ شو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې سيمينار کې  يوشمېر. . .

BACK TO NEWS