زابل کې د کتاب لوستنې يو ورځنى نندارتون جوړ شو

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۳:۳۸
.....


نن سه شنبه (۱۷د ذوالقعدې۱۴۴۴) زابل ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې د کتاب لوستنې په نوم د کتاب يو ورځنی نندارتون جوړ شو، چې پکې لسګونو تنو ځوانانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
د یاد نندارتون په اړه د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي رحمت الله حماد وايي، د نندارتون د جوړولو څخه يې موخه د ټولنې خلک او ځوانان مطالعې ته تشويقول دي، د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره مو د زابل په ولسواليو کې هم کتابتونونه فعال کړي دي، چې تر دې مهاله په شينکۍ او شاجوی ولسواليو کې درې کتابتونونه رسمي فعال شوي او په يو شمېر ولسواليو کې کتابتونونه شته چې تر اوسه رسمي نه دي ثبت شوي.
د نندارتون ګډونوالو هم د کتاب لوستنې نندارتون په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له ځوانانو يې وغوښتل چې مطالعه وکړي، دوی وويل، په کتابتون کې ټول سهولتونه شته بايد ځوانان له دې فرصته ګټه واخلي او د کتاب او مطالعې په واسطه خپله پوهه زياته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۴
Background image

نشست هماهنگی با مسوولان رسانه ها، خبرنگاران و سخن‌گویان ادارات در کاپیسا برگزار شد

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا، نشستی را با اشتراک سخن‌گویان ادارات، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های دولتی و خصوصی، در مقر این ریاست برگزار کرد.
مولوی کریم‌الله وثیق رییس اطلاعات و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۲۱
Background image

اعلان نتایج مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ در زابل 

مسابقه‌یی درمورد محتوای فرمان شماره ۱۷ (جلوگیری از رسوم ناپسند در جامعه) زعیم کشور حفظه‌الله‌تعالی چندی قبل میان هزار تن راه‌اندازی شده‌بود که نتایج آن اعلان و ۵۰ تن از اشتراک‌کنندگان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۱
Background image

برگزاری سیمینار آموزشی یک روزه دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن جوان در کنر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کنر به همکاری مشترک اداره فکری و فرهنگی الصارم سیمینار آموزشی یک روزه را دربارهٔ فرهنگ اسلامی و افغانی به ده‌ها تن از جوانان ولایت کنر راه‌اندازی کرد.
این. . .

BACK TO NEWS