په جوزجان کې له ۱۵ ورځیني روزنیز کورس څخه ۱۵۵ تنه ځوانان فارغ شول

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۱۱:۳۲
....

تېره ورځ په جوزجان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د پنځه لس ورځیني روزنیز کورس څخه ١٥٥ تنو ځوانانو د سي وي ليکلو، کمپيوټر او اداري برخو کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
 په دې اړه جوړه شوې غونډه، د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم خبرې وکړې او ویې ويل، اوسمهال په هېواد کې د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه زمينه برابره ده، باید ځوانان ګټه ترې واخلي.
 ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیر انجنير پهلوان بابري په خپلو خبرو کې وویل، په تېر کال کې هم څه د پاسه ١٢٠٠ تنه ځوانان د دغې ادارې له بيلابيلو روزنیزو برخو څخه فارغ شول، اوس هم  موږ هڅه کوو چې د ځوانانو د فکري ودې او روزنې لپاره ښه زمينه برابره کړو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې يو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له داسې اغيزمنو ښوونيزو کورسونو د فعالیتونو څخه هرکلی وکړ.
د یادو مراسمو په پای کې ۱۵۵ تنو ځوانانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
 
۱۴۴۴/۹/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۸ هـ ش

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۴
Background image

برگزاری محفلی فرهنگی و نمایشگاه کتاب به مناسبت هفته کتاب و کتاب‌خوانی در سمنگان 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سمنگان محفلی فرهنگی و نمایشگاه کتاب را به مناسبت هفته کتاب و کتاب‌خوانی در تالار کنفرانس‌های این ریاست راه‌اندازی کرد.
در این برنامه شماری از مسوولان ادارات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۲
Background image

دیدار رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا با ولسوال، قومندان امنیه و جوانان مبتکر ولسوالی حصه اول کوهستان 

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کاپیسا با جوانان خلاق و هم‌چنان ولسوال و قومندان امنیه ولسوالی حصه اول کوهستان دیدار کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ، در دیدار با جوانان فعال در بخش‌های خطاطی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۹
Background image

بررسی و نظارت از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات ناحیه دوم و چهارم شهر کابل

کمیسیون اصلاح لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات معینیت امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ از لوحه‌ها و تابلوهای اعلانات فروشگاه‌های قوای مرکز در مربوطات ناحیه دوم و چهارم شهر کابل بررسی و نظارت. . .

BACK TO NEWS