په جوزجان کې له ۱۵ ورځیني روزنیز کورس څخه ۱۵۵ تنه ځوانان فارغ شول
تېره ورځ په جوزجان ولايت کې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د پنځه لس ورځیني روزنیز کورس څخه ١٥٥ تنو ځوانانو د سي وي ليکلو، کمپيوټر او اداري برخو کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
په دې اړه جوړه شوې غونډه، د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الدين معتصم خبرې وکړې او ویې ويل، اوسمهال په هېواد کې د ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې ښه زمينه برابره ده، باید ځوانان ګټه ترې واخلي.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مدیر انجنير پهلوان بابري په خپلو خبرو کې وویل، په تېر کال کې هم څه د پاسه ١٢٠٠ تنه ځوانان د دغې ادارې له بيلابيلو روزنیزو برخو څخه فارغ شول، اوس هم موږ هڅه کوو چې د ځوانانو د فکري ودې او روزنې لپاره ښه زمينه برابره کړو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې يو شمېر ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له داسې اغيزمنو ښوونيزو کورسونو د فعالیتونو څخه هرکلی وکړ.
د یادو مراسمو په پای کې ۱۵۵ تنو ځوانانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
۱۴۴۴/۹/۲۶ هـ ق
۱۴۰۲/۱/۲۸ هـ ش
