د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني وړیا ښوونیز پروګرام څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۳
,,

د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني زده‌کړیز پروګرام څخه ۵۲ تنه زده‌کوونکي فارغ شول.
د ځوانانو چارو امر وویل: د دغو ۵۲ تنو زده کوونکو له جملې ۳۱ تنه یې د کمپیوټر پروګرامونواو ۲۱ تنه یې د انګلیسي ژبې له زده‌کړو څخه فارغ شول. نوموړي فارغ شویو زده کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ د لا نورو زده‌کړو او مسلکي ظرفیت لوړولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره لا نورې هڅې هم وکړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم د علم ترلاسه کولو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې وویل: زده کړې د انسان د فردي او ټولنیز پرمختګ مهمه وسیله ده او ځوانان باید له شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستلو خپل علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي..
ورته مهال فارغ شویو زده کوونکو وویل: د شپږو میاشتو په موده کې یې په وړیا توګه د کمپیوټر او انګلیسي ژبي په برخو کې عملي او ګټورې زده‌کړې ترلاسه کړې. دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له یاد اقدام څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې ورته د لا نورو مسلکي زده‌کړو زمینه هم برابره کړي.

۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

موزیم حفظ آثار جهادی در ریاست اطلاعات و فرهنگ کندهار رسماً افتتاح شد

مفتی محمد طاهر احمد رییس عمومی حفظ آثار جهادی وزارت اطلاعات و فرهنگ، قاری احمدالله سعید خوستی رییس ثبت اسناد و آثار جهادی این ریاست و هیأت همراه در جریان سفر به کندهار، با حضور مفتی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۲۲
Background image

ده‌ها تن از یک برنامه شش‌ماهه آموزش رایگان زبان انگلیسی و کمپیوتر در ارزگان فارغ شدند

۵۲ تن از شاگردان از برنامه شش‌ماهه آموزش رایگان زبان انگلیسی و برنامه‌های کمپیوتر، از مرکز آموزشی رایگان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت ارزگان، فارغ شدند.
آمر امور جوانان گفت که از میان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۶
Background image

تقدیر از اشتراک‌کنندگان برتر مسابقات کتاب‌خوانی در ولایات لغمان و لوگر

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لوگر با همکاری ریاست کتاب‌خانه‌های عامه وزارت اطلاعات و فرهنگ، مسابقه کتاب‌خوانی ۲۴ اسد برگزار کرد و هم‌چنان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت لغمان، با همکاری. . .

BACK TO NEWS