د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني وړیا ښوونیز پروګرام څخه لسګونه تنه زده کوونکي فارغ شول
د روزګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز د انګلیسي ژبې او کمپیوټر پروګرامونو له شپږ میاشتني زدهکړیز پروګرام څخه ۵۲ تنه زدهکوونکي فارغ شول.
د ځوانانو چارو امر وویل: د دغو ۵۲ تنو زده کوونکو له جملې ۳۱ تنه یې د کمپیوټر پروګرامونواو ۲۱ تنه یې د انګلیسي ژبې له زدهکړو څخه فارغ شول. نوموړي فارغ شویو زده کوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ د لا نورو زدهکړو او مسلکي ظرفیت لوړولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ځوانانو د علمي او مسلکي ودې لپاره لا نورې هڅې هم وکړي.
په غونډه کې نورو ویناوالو هم د علم ترلاسه کولو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې وویل: زده کړې د انسان د فردي او ټولنیز پرمختګ مهمه وسیله ده او ځوانان باید له شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستلو خپل علمي او مسلکي ظرفیتونه لوړ کړي..
ورته مهال فارغ شویو زده کوونکو وویل: د شپږو میاشتو په موده کې یې په وړیا توګه د کمپیوټر او انګلیسي ژبي په برخو کې عملي او ګټورې زدهکړې ترلاسه کړې. دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له یاد اقدام څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې ورته د لا نورو مسلکي زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
۱۴۴۸/۴/۱۱ هـ ق
