د کاپي رایټ قانون د تطبیق او د لیکوالانو د حقونو د خونديتوب په موخه د مطبعو او کتاب پلورنځیو له مسؤلینو سره ناسته ترسره شوه

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۳
..

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د دغه ولایت د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو سره د کاپي رایټ قانون د تطبیق او د لیکوالانو حقونو د خونديتوب په موخه ناسته ترسره شوه.
د کاپي رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص وویل؛ چې د دې ناستې موخه د کاپي رایټ اړوند د نافذه اصولو او مقرراتو تشریح، د چاپ او نشر د طرزالعمل په اړه د معلوماتو شریکول او د چاپي سکتور د مسؤلینو د ستونزو اورېدل دي. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو غوښتنې او وړاندیزونه به د وزارت له مشرتابه سره شریک کړي.
ورته مهال د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار د کاپي رایټ قانون او اصولو په تطبیق کې د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو رول مهم وباله او له اړوندو مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د تابلوګانو او لوحو په چاپ کې د ملي ژبو اصطلاحاتو او کلماتو کارولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د لیکوالانو د حقونو د خونديتوب په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکارۍ وکړي.
دغه راز د لوګر د مطبعو، چاپ خونو او کتاب پلورنځیو مسؤلینو وویل: د کاپي رایټ د قانون عملي کېدل د لیکوالانو او خپرندویانو د حقونو د خونديتوب لپاره مهم دی. دوی د خپلو فعالیتونو اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه هم له مسؤلینو سره شریک کړل.

۱۴۴۸/۲/۱۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS