خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۳۶
..

د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د یو همکارې ادارې په ګډې همکارۍ د دغه ولایت ۲۰ تنو خبریالانو او مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام پیل کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل: له دې امله چې رسنۍ د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو پُل دی، نو د رسنیزو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ولایتي ادارو په همغږۍ تل هڅه کړې ترڅو د رسنیو ملاتړ وکړي، خو بیا هم اړینه ده، چې د رسنیو ملاتړ بنسټونه د رسنیو د قانون او پالیسۍ په چوکاټ کې له رسنیو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د خبریالانو لپاره نور روزنیز پروګرامونه هم جوړ کړي.
په دې روزنیز پروګرام کې د رسنیو مسؤلینو، د دولتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او سیمه‌ییزو خبریالانو ګډون کړی و. ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو جوړول د خپلو کاري چارو د ښه والي لپاره اغېزمن وبلل او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شي.

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS