د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د فرهنګي میراثونو د بنسټونو د پیاوړتیا په برخه کې همکاري کوي 

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴۸
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله عزیزي په خپل کاري دفتر کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بشري چارو مرستیال خلیل ابراهیم اوکور سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د تاریخي اثارو د ساتنې، د تاریخي آثارو درې‌بعدي (3D) ډیجیټلي ثبت کولو او د فرهنګي بنسټونو د عصري کولو په اړه بحث وشو.
د فرهنګ او هنر معین مولوی عتیق الله د افغانستان د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د افغانستان فرهنګي میراثونه د اسلامي نړۍ سره په تاریخي او دیني اړخونو کې ګډ او مهم مشترکات لري او ګڼ تاریخي آثار، ابدات، لرغونې سیمې، خطي نسخې او فرهنګي میراثونه شتون لري  چې ساتنه یې د اسلامي هېوادونو فرهنګي مکلفیت جوړېږي.
ښاغلي عزیزي د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال څخه وغوښتل چې د عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان ریاستونو د پیاوړتیا او عصري کولو برخو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
دغه راز د اسلامي همکاریو سازمان د بشري چارو مرستیال خلیل ابراهیم اوکور د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي فعالیتونو او د فرهنګ او هنر معین د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ګډو همکاریو له لارې به د افغانستان تاریخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې، بیارغونې، ډیجیټلي ثبت او نړیوال معرفي کولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د افغان متخصصینو لپاره به د بهرنیو هېوادونو د روزنیزو او علمي پروګرامونو زمینه هم برابره شي، ترڅو د نویو تجربو او معیاري مهارتونو د ترلاسه کولو فرصتونه زیات شي.
د ښاغلي ابراهیم اوکور په وینا؛ اسلامي همکاریو سازمان هڅه کوي، چې له اسلامي هېوادونو او نړیوالو فرهنګي بنسټونو سره د افغانستان فرهنګي اړیکې لا پیاوړې کړي او په ګډه د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره عملي پروګرامونه تطبیق کړي.
دغه راز دواړو لورو د هېواد په فرهنګي او تاریخي برخو کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړونې په اړه هم خبرې وکړې.

۱۴۴۷/۱۲/۲ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS