د ګرځندوی، مالي او ادري معین فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل

wasim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۴۹
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ فاریاب او جوزجان ولایتونو ته سفرونه وکړل.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره په لیدنه کې د دې ریاست اړوند د ملکیتونو وضعیت وڅېړه او د ادارې له بېلابېلو برخو څخه یې لیدنه وکړه.
ښاغلي جمال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترسره کړې فعالیتونه وستایل او د دې ریاست د اداري ودانۍ د بیارغولو ژمنه یې وکړه.
دغه راز ښاغلي جمال جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه د لیدنې ترڅنګ د فرهنګي، رسنیزو او ګرځندویي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ.
مولوي قدرت الله جمال د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له مسؤلینو سره په لیدنه کې وویل: د دې ریاست لپاره د یوه معیاري درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو پلان په پام کې نیول شوی، ترڅو یې په جوړېدو سره مناسب اداري او فرهنګي خدمتونه تر سره کولو ته زمینه برابر شي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۲۳
Background image

جمع‌آوری زندگی‌نامه صدها شهید نظامی و ملکی در فراه

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فراه می‌گویند که در ادامه روند جمع‌آوری و ثبت معلومات شهدای نظامی، مسوولان این ریاست با تعدادی از بزرگان قومی و مسوولان محلی در ولسوالی‌های پشترود و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۹
Background image

برگزاری نشست‌های هماهنگی با مسوولان مطبوعاتی و ولسوالان 

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل در رأس هیأتی، طی دو روز به تمام ولسوالی‌های ولایت کابل سفر کرد و با ولسوالان و مسوولان مطبوعاتی این ولسوالی‌ها دربارهٔ هماهنگی و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

تأکید بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام

مولوی عبدالله مختار والی بغلان، در دیداری با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران بر نقش مهم رسانه‌ها در تقویت وحدت ملی، اخوت اسلامی و روابط میان مردم و نظام. . .

BACK TO NEWS