د فرهنګ او هنر معین د هرات له والي سره د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په تړاو وکتل
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي شیخ الحدیث مولوي نورمحمد اسلامجار سره وکتل او د هرات د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي عزیزي وویل: هرات د افغانستان هغه ولایت دی، چې د اسلامي نړۍ په کچه علمي او مذهبي مرکزونه، جوماتونه او لرغوني ابدات لري، هرات په ټولیزه توګه د اسلامي تمدن زانګو ګڼل کېږي، چې ساتنه او پالنه یې زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي په دې برخه کې د هرات د ولایتي ادارې هڅې مهمې او د ستاینې وړ وبللې.
د هرات والي، د فرهنګ او هنر معین ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، رغونې او پراختیا په چارو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. ښاغلي اسلام جار زیاته کړه، چې د تاریخي آثارو او سیمو ساتنه د ملت د هویت، تاریخ او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو په معنا دی.
په دې ناسته کې د هرات د تاریخي (مصلی) مجموعې د ساتنې او رغونې په اړه د یوه ګډ تخنیکي او علمي پلان پر جوړېدو هوکړه وشوه. د پرېکړې له مخې به یاده تاریخي سیمه د لرغونپوهنې او فرهنګي میراثونو د متخصصینو له لوري په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، چې د تاریخي ارزښتونو د خوندي پاتې کېدو تر څنګ، د سالمې استفادې او علمي څېړنو لپاره مناسب شرایط برابر شي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق
