د فرهنګ او هنر معین د هرات له والي سره د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په تړاو وکتل

wasim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
,,

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي هرات ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت له والي شیخ الحدیث مولوي نورمحمد اسلام‌جار سره وکتل او د هرات د تاریخي او فرهنګي سیمو د ساتنې په اړه یې خبرې وکړې.
ښاغلي عزیزي وویل: هرات د افغانستان هغه ولایت دی، چې د اسلامي نړۍ په کچه علمي او مذهبي مرکزونه، جوماتونه او لرغوني ابدات لري، هرات په ټولیزه توګه د اسلامي تمدن زانګو ګڼل کېږي، چې ساتنه او پالنه یې زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي په دې برخه کې د هرات د ولایتي ادارې هڅې مهمې او د ستاینې وړ وبللې.
د هرات والي، د فرهنګ او هنر معین ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره به د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې، رغونې او پراختیا په چارو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. ښاغلي اسلام جار زیاته کړه، چې د تاریخي آثارو او سیمو ساتنه د ملت د هویت، تاریخ او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو په معنا دی.
په دې ناسته کې د هرات د تاریخي (مصلی) مجموعې د ساتنې او رغونې په اړه د یوه ګډ تخنیکي او علمي پلان پر جوړېدو هوکړه وشوه. د پرېکړې له مخې به یاده تاریخي سیمه د لرغون‌پوهنې او فرهنګي میراثونو د متخصصینو له لوري په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي، چې د تاریخي ارزښتونو د خوندي پاتې کېدو تر څنګ، د سالمې استفادې او علمي څېړنو لپاره مناسب شرایط برابر شي.

۱۴۴۷/۱۱/۲۶ هـ ق

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۲:۲
Background image

کندهار کې د استاد محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو په وياړ ستاينغونډه جوړه شوه

د کندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي، میرویس نیکه پوهنتون او کندهار تحقیقاتي مرکز په همکارۍ د احمد شاه بابا په تاریخي کور کې د نومیالي ليکوال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۹
Background image

د فیروزکوه موسسې مسؤلینو د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ رئیس سره د همغږۍ ناسته وکړه

د فیروزکوه نړیوالې موسسې عمومي رئیس هري وارډل، په افغانستان کې د دغې موسسې رئیسې او د شش پل کاروان‌سرای د بیارغونې پروژې مسؤل د بامیانو اطلاعاتو او فرهنګ له رئیس قاري سید مصطفی صالح سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۶
Background image

کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰. . .

BACK TO NEWS