د مطالعې کلتور د ترویج روزنیز سیمینار ترسره شو

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۵۷
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د مطالعې کلتور د ترویج تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې کړ.
دعامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د مطالعې پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل: که غواړو هېواد مو پرمختګ وکړي او د پردیو له ناوړه اغېزو څخه خوندي پاتې شو، نو اړینه ده، چې ټولنه کې مو د مطالعې کلتور عام کړو او ټول باید په ګډه د مطالعې کلتور عام کولو په موخه کار وکړو.
د ښاغلي صمیم په وینا دا مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې په ټول هېواد کې ۱۰۹ عامه کتابتونونه فعال دي او هڅې روانې دي، چې دا کتابتونونه لا معیاري شي.
دغه راز د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني ټینګار وکړ، چې مطالعه د ملت د فکري ودې، علمي ځواکمنتیا او روښانه راتلونکي بنسټ جوړوي. 
ښاغلي نوراني  ځوانان وهڅول، چې کتاب د ژوند نه بېلېدونکی ملګری وګرځوي.

۱۴۴۷/۷/۲۲هـ ق

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۳۶
Background image

سفیر جمهوری اندونیزیا ۱۵۰ جلد کتاب را به کتاب‌خانه‌عامه ولایت بامیان اهداء کرد

دکتور نندا آولیست سفیر جمهوری اندونیزیا در رأس هیأتی از کتاب‌خانه عامه ولایت بامیان دیدار به‌عمل آورد و و به تعداد ۱۵۰ جلد کتاب را به کتاب‌خانه عامه ولایت بامیان اهداء کرد.
دکتور نندا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۴۸
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری و اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی

شنبه مورخ(۲۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷)، انستیتیوت توریزم و هوتل‌داری ریاست تحقیق و انکشاف گرځندوی معینیت گرځندوی، مالی و اداری وزارت اطلاعات و فرهنگ با اتحادیه‌ شرکت‌های خدمات مشورتی تحصیلی را. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

دیدار معین فرهنگ و هنر با مسوول پروژه‌های یونسکو

شیخ عبدالرحمن طیبی معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ با سارا ضیایی مسوول پروژه‌های یونسکو دیدار کرد و دربارهٔ حفاظت از میراث‌های فرهنگی کشور، ترمیم و بازسازی بناهای تاریخی، وضعیت. . .

BACK TO NEWS