د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ نوى رييس معرفي شو
اورنګ مختار د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ د نوې رييس په توګه معرفي او په کار يې پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوه د فراه ولايت سرپرست او د دغه ولايت مشرانو ګډون کړي وو.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رييس احمدضيا انوري، اورنګ مختار يې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي رييس په توګه د دغه رياست کارکوونکو ته معرفي کړ.
اورنګ مختار په برياليتوب سره د رقابتي آزموينې له تېرولو وروسته د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په توګه وټاکل شو.
کابل/ د کب۱٦/ باختر
