د ځوانانو د سوداګريزو وړتیاو د پراختیا له مرکز څخه لیدنه او څارنه وشوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۹:۳
...

د تخار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبیح‌ الله انصاري د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاو د پراختیا له مرکز څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه، د دې لیدنې موخه د زده‌ کړو بهیر ارزول، د روانو فعالیتونو کتنه او د یاد مرکز له ستونزو او اړتیاوو څخه ځان خبرول و.
د ځوانانو د سوداګریزو وړتیاو د پراختیا مرکز مسؤل د زده‌ کړیزو پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: دې مرکز کې د وېب ‌سایټ مهارتونو، آنلاین سوداګرۍ، انګلیسي ژبې او کمپیوټري پروګرامونو برخو کې ځوانانو ته منظمه روزنه ورکول کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس د معلوماتو تر اورېدو وروسته، د دغه مرکز صنفونو، کمپیوټر لیب او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او له نږدې يې د درسي بهیر او تخنیکي امکاناتو څارنه وکړه، نوموړي د مرکز فعالیتونه د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او د نوي نسل د په پياوړتیا کې مثمر او ارزښتمند وبلل او د مسؤلینو او استادانو له هڅو څخه یې قدرداني وکړه.
په پای کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ځوانانو ملاتړ،د دوی د مسلکي مهارتونو د ودې او اقتصادي پراختیا هڅې ارزښتمنې وبللې او زیاته یې کړه؛ چې ځوان نسل د هېواد حقیقي پانګه ده، باید د دوی د پیاوړتیا لپاره جدي پاملرنه وشي.

۱۴۴۷/۵/۲۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۲
Background image

آغازفعالیت نشراتی رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه) در ولایت پکتیا 

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا می‌گویند که رادیوی خصوصی تحت‌نام(پکتیا جرگه)  روی موج ۸۹,۱ اف‌ام فعالیت نشراتی خویش را در گردیز مرکز این ولایت آغاز کرد.
به گفتهٔ مسوولان،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۴
Background image

برگزاری مشاعره عنعنوی سالانهٔ گل‌انار در ولایت کندهار

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندهار مشاعره عنعنوی گل‌انار را در حضور محترم شیخ شیراحمد حقانی وزیر اطلاعات و فرهنگ راه‌اندازی کرد.
در این مشاعره مسوولان ادارات امارتی، شاعران، نویسندگان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۵
Background image

برگزاری سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی در سرپل 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل به همکاری دفتر اکتید سیمینار علمی و فرهنگی کتاب و کتاب‌خوانی را میان ۳۰۰ تن اشتراک‌کننده با هدف تشویق جوانان به کتاب‌خوانی، ارتقای سطح آگاهی فکری آنان و. . .

BACK TO NEWS