پروان کې د امارت او رسنیو د ګډې کمیټې ناسته ترسره شوه

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۵
...

د امارت او رسنیو د ګډې کمیټې ناسته د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئیس، رسنیو استازو، د محلي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو په شتون کې د دغه ولایت په مقام کې ترسره شو.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري وویل: رسنۍ په ټولنه او چاپېریال باندې خورا اغیزمن رول لري او د دوی مسؤلانه فعالیتونه خلکو ته د قضاوت کولو فرصت او زمینه برابروي، ښاغلي انوري رسنۍ د حق او باطل ترمنځ او د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د مبارزې غوره وسیله وبلله.
د پروان ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤول سید حکمت ‌الله شمیم د تېرې ناستې پرېکړو یادونه وکړه او د عملي کېدو ډاډ یې ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس ‌الحق صدیقي د ټولنې په ویښتابه کې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ او خبریالان د ولسونو په روزنه کې مهم رول لري، رسنۍ خلکو ته ذهنیت ورکوي او د نړۍ له بدلونونو یې باخبره کوي.
ورته مهال د رسنیو استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو د خپلو نشراتي فعالیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ خپل ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۷
Background image

برگزاری نشست با هدف تطبیق بهتر فرمان شماره هفده در پکتیا

ریاست‌های هنرستان و اطلاعات و فرهنگ ولایت پکتیا نشست را با هدف تطبیق بهتر فرمان شماره هفده زعیم کشور(جلوگیری از رسوم ناپسند در مراسم خوشی و غم و هم‌چنان پس از بازگشت از حج و عمره) در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵
Background image

راه‌اندازی سیمینار یک روزه آموزشی و اصلاحی به سخن‌گویان، مسوولان رسانه‌ها و خبرنگاران در زابل

آمریت اطلاعاتِ ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت زابل سیمینار یک روزه آموزشی و اصلاحی را به سخن‌گویان ادارات امارتی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌های این ولایت راه‌اندازی کرد.
مولوی احمد مختار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل با مسوولان مطبوعاتی ولسوالی‌ها دیدار کرد

مولوی شمس‌الله زبیر رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت کابل با مسوولان مطبوعاتی ولسوالی‌های این ولایت دیدار کرد و فعالیت‌ها و تلاش‌های آنان را تقدیر نمود.
در این دیدار، مولوی شمس الله زبیر رییس. . .

BACK TO NEWS