پروان کې د امارت او رسنیو د ګډې کمیټې ناسته ترسره شوه
د امارت او رسنیو د ګډې کمیټې ناسته د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري په مشرۍ د اطلاعاتو او کلتور رئیس، رسنیو استازو، د محلي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو او خبریالانو په شتون کې د دغه ولایت په مقام کې ترسره شو.
د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري وویل: رسنۍ په ټولنه او چاپېریال باندې خورا اغیزمن رول لري او د دوی مسؤلانه فعالیتونه خلکو ته د قضاوت کولو فرصت او زمینه برابروي، ښاغلي انوري رسنۍ د حق او باطل ترمنځ او د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې د مبارزې غوره وسیله وبلله.
د پروان ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤول سید حکمت الله شمیم د تېرې ناستې پرېکړو یادونه وکړه او د عملي کېدو ډاډ یې ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الحق صدیقي د ټولنې په ویښتابه کې د رسنیو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: رسنۍ او خبریالان د ولسونو په روزنه کې مهم رول لري، رسنۍ خلکو ته ذهنیت ورکوي او د نړۍ له بدلونونو یې باخبره کوي.
ورته مهال د رسنیو استازو، خبریالانو او د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو د خپلو نشراتي فعالیتونو او هڅو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ خپل ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح کړل، چې د مسؤلینو له لوري د ستونزو د حل او وړاندیزونو ته د رسیدو ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۷/۵/۱۳ هـ ق
