پنجشېر کې سلګونه تنو ځوانانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوې ده
د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت سلګونو ځوانانو ته د قرآن عظیم الشان د تجوید، عربي او انګلیسي ژبو په برخو کې وړیا ښوونیز کورسونه جوړ کړي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د یادو کورسونو د پرانېستې پر مهال وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د ښوونیزو تګلارو پر بنسټ تل هڅه کوي، چې ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي او دا چاره د اطلاعاتو او کلتور رياست له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
نوموړي زیاته کړه؛ دا مهال په وړيا ښوونيز مرکز کې د کمپیوټر زده کړې صنفونه هم فعال دي، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې یې هر درې میاشتې وروسته په دوامداره ډول زده کوونکي فارغ کړي او نوي کسان یې د زده کړو لپاره جذب کړي دي.
د پنجشېر ولایت اوسېدونکي هم ځوانانو ته د وړیا زده کړو د زمينې برابرولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه کوي.
۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق
