پنجشېر کې سلګونه تنو ځوانانو ته د وړیا زده ‌کړو زمینه برابره شوې ده

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۶:۸
..

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ولایت سلګونو ځوانانو ته د قرآن عظیم ‌الشان د تجوید، عربي او انګلیسي ژبو په برخو کې وړیا ښوونیز کورسونه جوړ کړي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملکزاده د یادو کورسونو د پرانېستې پر مهال وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت د ښوونیزو تګلارو پر بنسټ تل هڅه کوي، چې ځوانانو ته د زده‌ کړې زمینه برابره کړي او دا چاره د اطلاعاتو او کلتور رياست له کاري لومړيتوبونو څخه ده.
نوموړي زیاته کړه؛ دا مهال په وړيا ښوونيز مرکز کې د کمپیوټر زده‌ کړې صنفونه هم فعال دي، چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې یې هر درې میاشتې وروسته په دوامداره ډول زده ‌کوونکي فارغ کړي او نوي کسان یې د زده‌ کړو لپاره جذب کړي دي.
د پنجشېر ولایت اوسېدونکي هم ځوانانو ته د وړیا زده کړو د زمينې برابرولو له امله د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هڅو ستاینه کوي.

۱۴۴۷/۱/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS