د مشاعرو د نوي توشيح شوي قانون په اړه د ښوونيز سمينار دوهمه ورځ پای ته ورسېده 

panah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۲۰
...

سه شنبه  ( ۵ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ولايتي رئيسانو ته د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د مشاعرو د تنظيم په اړه د توشيح شوي قانون ښوونيز سمينار په دوهمه ورځ د ترنم او ترانو رياست د رئيس مولوي امان الله مستغفر له لوري ګډونوالو ته یاد قانون په تفصيلي ډول تشريح شو.
د مشاعرو د تنظیم قانون پر یوه مقدمه، دریو بابونو، دوو فصلونو او دیارلسو مادو مشتمل دی، چې د دې قانون د حکمونو د تطبیق مرجع د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټاکل شوی دی، یاد قانون کې د اسلامي شعائرو اواساساتو له صریح یا کنایوي سپکاوي او د قومونو، ژبو، سمتونو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق څخه په جدي توګه منع راغلې ده، همدا راز شاعران مکلف شوي دي، تر څو د شعر په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اهل السنة و الجماعة د عقیدي تحکیم، د امت وحدت، اسلامي غوښتنو ته بلنه، د مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بي ځایه احساساتو څخه د شعر خالي والی رعایت کړي. 
همدا راز د قانون تر تشريح وروسته د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتیق الله عزيزي، د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين مولوي قدرت الله جمال او مولوي امان الله مستغفر لخوا د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز ځوابونه وویل شول.
ورپسې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او د امرباالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت معين شيخ القران والحديث نورمحمد صاحب د موضوع په اړه خپلې ارزښتناکې او هر اړخيزې ويناوې له ګډونوالو سره شريکې کړې، ښاغلي فراهي صاحب د مشاعرو د تنظیم د قانون په عملي کولو ټينګار وکړ تر څنګ يې له ولايتي رئيسانو څخه وغوښتل چې په خپلو اړوندو ولايتونو کې محبوسينو ته ځانګړې توجه وکړي، دوی ته دې د مطالعې په موخه زندانونو کې کتابتونونه جوړ کړي، همدا راز دې د جهادي ارزښتونو د راټولولو او ساتنې لپاره ولسونو او مجاهدينو څخه د همکارۍ غوښتلو په موخه عامه پوهاوی وکړي او ليکوالان دې د جهادي آثارو، مقالو او کتابونو ليکلو ته وهڅوي.

۱۴۰۴/۴/۱۰ هـ ل
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS