د مشاعرو د نوي توشيح شوي قانون په اړه د ښوونيز سمينار دوهمه ورځ پای ته ورسېده
سه شنبه ( ۵ د محرم الحرام ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ولايتي رئيسانو ته د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري د مشاعرو د تنظيم په اړه د توشيح شوي قانون ښوونيز سمينار په دوهمه ورځ د ترنم او ترانو رياست د رئيس مولوي امان الله مستغفر له لوري ګډونوالو ته یاد قانون په تفصيلي ډول تشريح شو.
د مشاعرو د تنظیم قانون پر یوه مقدمه، دریو بابونو، دوو فصلونو او دیارلسو مادو مشتمل دی، چې د دې قانون د حکمونو د تطبیق مرجع د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټاکل شوی دی، یاد قانون کې د اسلامي شعائرو اواساساتو له صریح یا کنایوي سپکاوي او د قومونو، ژبو، سمتونو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق څخه په جدي توګه منع راغلې ده، همدا راز شاعران مکلف شوي دي، تر څو د شعر په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اهل السنة و الجماعة د عقیدي تحکیم، د امت وحدت، اسلامي غوښتنو ته بلنه، د مجازي عشق، ناروا خواهشاتو او بي ځایه احساساتو څخه د شعر خالي والی رعایت کړي.
همدا راز د قانون تر تشريح وروسته د هنر او فرهنګ د معين مولوي عتیق الله عزيزي، د خپرونو چارو د معين ښاغلي مهاجر فراهي، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو د معين مولوي قدرت الله جمال او مولوي امان الله مستغفر لخوا د ګډونوالو پوښتنو ته هر اړخيز ځوابونه وویل شول.
ورپسې د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي او د امرباالمعروف، نهی عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت معين شيخ القران والحديث نورمحمد صاحب د موضوع په اړه خپلې ارزښتناکې او هر اړخيزې ويناوې له ګډونوالو سره شريکې کړې، ښاغلي فراهي صاحب د مشاعرو د تنظیم د قانون په عملي کولو ټينګار وکړ تر څنګ يې له ولايتي رئيسانو څخه وغوښتل چې په خپلو اړوندو ولايتونو کې محبوسينو ته ځانګړې توجه وکړي، دوی ته دې د مطالعې په موخه زندانونو کې کتابتونونه جوړ کړي، همدا راز دې د جهادي ارزښتونو د راټولولو او ساتنې لپاره ولسونو او مجاهدينو څخه د همکارۍ غوښتلو په موخه عامه پوهاوی وکړي او ليکوالان دې د جهادي آثارو، مقالو او کتابونو ليکلو ته وهڅوي.
۱۴۰۴/۴/۱۰ هـ ل
