کندز کې له یو تعلیمي مرکز او د لوړو زده کړو موسسې سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول
د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له کانون علمي تعلیمي مرکز او د امام محمد شیباني لوړو زده کړو موسسې سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل، تر څو ځوانانو ته د وړیا یا په تخفیف سره د زده کړو زمینه برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي گل محمد الیاس د تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل: د ځوانانو لپاره د زده کړو د فرصتونو برابرولو ته ژمن یو، او دا هڅې روانې دي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: اوسنی اقتصادي وضعیت ځوانان له ستونزو سره مخ کړی، نو باید د هغوی ملاتړ وشي او د زده کړو لارې ورته برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ریاست د ځوانانو چارو آمریت له خوا تر دې مخکې هم ګڼ شمېر بې وزله ځوانان دغو تعلیمي مرکزونو ته وړیا او تخفیف سره معرفي شوي دي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ق
