کندز کې له یو تعلیمي مرکز او د لوړو زده‌ کړو موسسې سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۴۷
قفغع

د کندز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له کانون علمي تعلیمي مرکز او د امام محمد شیباني لوړو زده‌ کړو موسسې سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل، تر څو ځوانانو ته د وړیا یا په تخفیف سره د زده ‌کړو زمینه برابره شي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي گل ‌محمد الیاس د تړونونو د لاسلیک پر مهال وویل:  د ځوانانو لپاره د زده ‌کړو د فرصتونو برابرولو ته ژمن یو، او دا هڅې روانې دي.
د ځوانانو چارو آمر وویل: اوسنی اقتصادي وضعیت ځوانان له ستونزو سره مخ کړی، نو باید د هغوی ملاتړ وشي او د زده‌ کړو لارې ورته برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې ریاست د ځوانانو چارو آمریت له‌ خوا تر دې مخکې هم ګڼ شمېر بې ‌وزله ځوانان دغو تعلیمي مرکزونو ته وړیا او تخفیف سره معرفي شوي دي.

۱۴۴۶/۱۰/۱۶ ق

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS