د بغلان په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکري ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه 

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۲۶
بلات

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د دې ولایت په ګزرګاه نور ولسوالۍ کې د ځوانانو د فکرې ودې او ذهنیت جوړونې غونډه ترسره شوه او د غونډې ګډونوالو د نوي نسل د فکري روزنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستایلې.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل: په دې غونډه کې د سیمې لسګونه ځايي کسانو، ځوانانو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښووونیز مرکز ګڼ شمېر زده کوونکو ګډون کړی وو،  چې د غوندې په ترڅ کې د ذهنیت جوړونې سربیره د اسلامي شریعت د قوانینو پر بنسټ د ځوانانو د مسؤلیتونو او بیدارۍ په اړه پکښې هر اړخیزې خبرې وشوې.
ښاغلي هاشمي د دې غونډې د ترسره کولو څخه موخه د ځوانانو د فکري ودې او په رضاکارانه فعالیتونو کې د همږغۍ پراختیا یاد کړل او زیاته یې کړه؛ دا ډول غونډې  به په دوامداره توګه د ځوانانو د علمي او فکري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د عامه ځایونو سربیره په تعلیمي او تحصیلي ادارو کې هم ترسره شي.
د ګزرګاه نور ولسوالۍ ځايي ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له هڅو ستاینه وکړه او له مسؤلينو یې وغوښتل، چې د یادې ولسوالۍ ځوانانو ته زیات پام وکړي.

۱۴۴۶/۹/۱۷ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۷ ل

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS