د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کندوز ولايت ته سفر وکړ

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۳۵
cvbn

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي کندوز  ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه.

په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي، او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: کندوز ولایت ته یې د سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند اداري له چارو څخه لیدنه، د پرمختګونو څخه راپور تر لاسه کول، مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکول او د نورو اسانتیاوو رامنځته کول دي، ترڅو خدمتونه پراخ او خلګو ته اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند آمریتونو د مسؤلینو خبرې واوریدې او د حل کولو په موخه یې ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به هوارې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیزې او فرهنګي چارې مثبتې یادې کړې او زیاته یې کړه چې په‌ دې برخه کې دې نورې هڅې هم ګړندۍ شي. 

۱۴۴۶/۸/۱۵ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۶ ھ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

برگزاری نمایشگاه یک روزهٔ کتاب در ارزگان

ریاست اطلاعات و فرهنگ ارزگان به هدف تقویت فرهنگ مطالعه، رشد فکری نسل جوان و جلب توجه بیشتر به ارزش کتاب، نمایشگاه یک‌روزه کتاب را برگزار کرد. در این نمایشگاه، علاوه‌بر مسوولان برخی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۵۴
Background image

کتاب‌خانه‌‌عامهٔ جدید در سانچارک ساخته می‌شود

رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت سرپل در سفرش به ولسوالی سانچارک، زمین اعمار یک کتاب‌خانه عامه معیاری را در مرکز قریه تکزار تثبیت و به‌گونه رسمی تسلیم گرفت. این زمین به مساحت ۶۰۰ متر مربع با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۴۲
Background image

مطبعه ریاست اطلاعات و فرهنگ پنجشیر دوباره فعال می‌شود

مفتی عبدالعلیم ځانواک رییس نگارش قرآن‌کریم و انتشارات کتب بیهقی وزارت اطلاعات و فرهنگ در رأس یک هیأت به ولایت پنجشیر سفر کرد و ضمن دیدار با مسوولان ریاست اطلاعات و فرهنگ این ولایت از. . .

BACK TO NEWS