د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین کندوز ولايت ته سفر وکړ
![cvbn](/sites/default/files/2025-02/20250215_093151.jpg)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي کندوز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د طلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي، او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال وویل: کندوز ولایت ته یې د سفر موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند اداري له چارو څخه لیدنه، د پرمختګونو څخه راپور تر لاسه کول، مسؤلینو ته د چارو د ښه والي په موخه لازمې مشورې ورکول او د نورو اسانتیاوو رامنځته کول دي، ترڅو خدمتونه پراخ او خلګو ته اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند آمریتونو د مسؤلینو خبرې واوریدې او د حل کولو په موخه یې ډاډ ورکړ چې شته ستونزې به هوارې کړي.
هغه په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست رسنیزې او فرهنګي چارې مثبتې یادې کړې او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې دې نورې هڅې هم ګړندۍ شي.
۱۴۴۶/۸/۱۵ ھ ق
۱۴۰۳/۱۱/۲۶ ھ ش